په دا بعضو ټولنو کې ژوند ډېر سخت وي.

 په دا بعضو ټولنو کې ژوند ډېر سخت وي. د مثال په توګه ستا به د دوو کورنيو، يا دوو ډلو يا دوو اشخاصو سره دوستي، ملګري، پېژنګلوي يا تعلق وي. خو کله چې هغه نور دوه پر ميراث، جائيداد، سياست، پر «رفعه يدين»، پر قرض، پر سپورټ، پر حلوا، پر اخلاقي ارزښتونو، د حاشيې پر حاشيو يا پر بل شي سره خوابدي او خپل تر منځ سره دښمنان شي نو هر اړخ غواړي چې ته د هغه بل اړخ سره دُښمني يا لږ تر لږه قطع تعلق وکړې.
لا بدتره... ستا به د يوې ډلې سره د عامه ګټې يا د مشترک ارمان او مشترک شعار په خاطر همدردي وي، خو همدغه يوه ډله به سره وويشل شي او بيا به هر اړخ ستا څخه توقع لري چې پر هغه بل اړخ لعنت ووايې... که داسې نه کوې نو د دې خطر سره مخامخ کېږې چې هر اړخ جلا جلا تا خپل دُښمن تصور کړي او په دې توګه دا امکان له منځه يوسي چې ته يې يو وخت بېرته سره يوځای او سره پخلا کړې.
عجب خلک شته! بيخي عجب!
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د نوامبر ۲۸ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page