الطنز للبالغين

په يو غربي هيواد کې د دوو نارينه همجنسبازانو واده و. د يو نارينه انا هم د مبارکۍ لپاره راغلې وه، خو دا چې د پخوانيو وختونو ښځه وه، نو دا هر څه ورته ډېر عجب او غيرمانوس معلومېدل. خو بيا يې هم نه غوښتل د خپل لمسي په خوښۍ کې غيرحاضره شي. کله چې يې جوړې ته راوړي ګلونه ورکول نو يې ورته وويل: «مبارک مو شه. خدای دې وکړي چې يو د بل سره ښه وخت ولرئ، په دغه...» په دغه وخت کې انا لږ وارخطا او حيرانه شوه چې غلطه خبره خو به يې نه وي کړې او ښايي په ذهن کې يې بعضي د «دغه» انځورونه يا يې په هکله سوالونه ورغلي وي. ويل: «درته ښه وخت غواړم، په دغه .... دغه ... اوف خدايه! هر څه چې يو د بل سره کوئ په هغه کې.»
نو که په يو مثلث کې دوه اړخونه سره خوابدي شي، دريم اړخ نبايد چې د يو يا بل اړخ ونيسي، بلکه ورته ووايي: «تاسو چې يو د بل سره هر څه کوئ هغه ستاسو  خپلمنځي خبره ده او په ما تعلق نه لري.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د نوامبر ۲۸ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page