ډېر داسې کسان شته چې تورې ږيري يې د «ږغ که غږ» يا «کې که کښي» يا ورته شانته «علمي بحثونو» يا که ورته شخړو او لانجو کې ووايو چې سپينې کړې
ډېر داسې کسان شته چې تورې ږيري يې د «ږغ که غږ» يا «کې که کښي» يا ورته شانته «علمي بحثونو» يا که ورته شخړو او لانجو کې ووايو چې سپينې کړې، نو ښايي غلط به نه وي. نه پښتو د يو واحد ليکدود څښتنه شوه او نه يې راتلونکي ته د وحدت کوم څرک يا تګلاره معلوميږي. کوټه، پېښور، کندهار، ننګرهار او کابل... هر يو يې بل شانته ليکي.
خو دا چې پښتانه نه دولت، نه حکومت، نه پيسې، نه وسايل، نه لابيګر، نه د نړۍ په سطحه عالمان او نه هم رهبر لري د ټيکنالوژۍ په عصر کې پر خپله پښته پخپله تبر وهي. دا ځکه چې په ښکاره خو به علمي بحث کوي يا به د علمي بحث تمثيل کوي، خو ريښتونی تمايل يې کندهاريتوب، ننګرهاريتوب، کابليتوب، پېښوريتوب يا کوټه وال توب او يا لا بدتر د يو علم کل لرولو مدعي شخص مريدۍ او مرشدتوب ته وي. د دې پر ځای چې فکر وکړي چې کومه حللاره په مجموع کې ټولې ژبې او د ژبې ويونکو ته ګټه رسوي، لومړيتوب يې دا وي چې وګوري زما د لهجې يا زما د مکتب يا زما د سيمې يا زما د مرشد کوم اړخ پکښې ځای موندلی يا بېځايه شوی دی.
يو څو اونۍ مخکې مې په بهر کې ژوند کوونکي يو پښتون ماشوم (د څلورمې ټولګي زده کوونکي) ته د پښتو ليک لوست ور شروع کړ. تر مخه يې د قرآن پاک لږ درسونه هم ويلي ول. کله چې مې ورته د پښتو يېګانې (ی، ي، ې، ۍ او ئ) تشريح کړې نو په دا سبا يې بالکل زده شوي وې او فرق يې کولای شوای. که څه چې د دغه ماشوم مورنۍ لهجه سويلي ده، خو بېله ستونزو يې «چې، کې، مېرمنه مېرمنې» وغيره زده کړي دي. که د پښتو الفبا څو توري کم يا زيات وای نو هم به دغه ماشوم فکر کوم همداسې لوست زده کړی وای.
خو کله چې زړو خلکو ته د يېګانو د ښودلو موضوع راشي نو به ورڅخه دومره لويه کيسه جوړه کړي. د دې پر ځای چې ووايي چې د زوړ ليکدود هېرول او د نوي عملي کول ورته د عمر يا فکر تمرکز يا انرژۍ د دلايلو پر اساس مشکله تماميږي، نو درسره اوږده بحثونه شروع کړي او مقصد يې دا وی چې پخوا هر څه ښه او بهتر ول يا دا چې دوی يې څنګه ليکي راتلونکي نسلونه دې يې همداسې وليکي. زيات وختونه آن دا دليل تکراروي چې که نور تغيرات راوستل شي نو به د ماشومانو او بهرنيانو لپاره د پښتو زدکړه مشکله شي.
مسلمانان دا عقيده لري چې قرآن پاک تغير نه کوي. پاته شوه چې ژبې او املا او ليکدود موضوع نو هغه لکه څنګه چې د شفاهي ژبې نېچر او طبيعت دی او پکښې د تغير مخه نشي نيول کېدلای، نو همداسې بايد د نوي عصر د اړتياو سره سم د پښتو ليکدود او معيار په برخه کې نوي اقدامات وشي. هغه هم د تعقل، علميت او د نورې نړۍ د تجربو پر اساس، نه د سيميزو او پير و مرشد يا لهجوي نېشنليزم پر کږو، کمزوزو او ګمراه کوونکو اساساتو...
په نوې ټيکنالوژي کې د پرمختګ سرعت تقريبا په ايکسپونېنشيل توګه پر مخ درومي. هغه ژبې او ولسونه چې ورسره پر قدم قدم نشي اخيستلای، د دا ډول ژبو او ويونکو يادونه به په مستقبل کې خلکو ته افسانې ښکاريږي. دا ځکه چې له منځه به تللي وي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د دسمبر دويمه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: