لنډ نکل

 حجاڼۍ بي بي: آ خورې، په ټول ښار کې پسې ګرځېدلې يم. اوس يې نو بيخي ستړې هلاکه کړې يم. په والله که مې په دا ټول ښار کې يوه هم داسې ښايسته نجلۍ پيدا کړې وي چې زوی ته يې وغواړم. ستا قربان شم، تا ته خو به يوه ښه روبه او پدر داره نجلۍ نه وي درمعلومه؟

رحمتو بي بي: يو خورې، خوا دې مه بدېږه ليکن ستا د زوی دا د ملخ سترګو، دا د پاتاو د سوبو په رکم لويو لويو او خلاصو خلاصو سږمو او دا بې ماډله خېټې ته چې وګورم، په والله که مې خره لا پر پېرزو کيږي، ته خو لا په ښايستې نجلۍ پسې ګرځې. بيخي مو د ښايستو اورېدلي دي، بله خبره او مجلس نه لرئ.

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ د ډسمبر ۳ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page