د علومو اکاډمۍ د پښتو تشريحي قاموس د نوې بڼې لومړۍ برخه د «آريانا قاموس (پښتو پښتو)» تر عنوان لاندې چاپ کړېده.

 د علومو اکاډمۍ د پښتو تشريحي قاموس د نوې بڼې لومړۍ برخه د «آريانا قاموس (پښتو پښتو)» تر عنوان لاندې چاپ کړېده. دا يو ډېر لوی زېری دی. دا کار بايد ډېر پخوا لا شوی او د تيرو لسيزو په جريان کې تکرار شوی  وای، ځکه چې قاموسونه بايد تل د وخت په تېرېدو سره اپډېټ کړل شي.
زما يوه اندېښه
د دغه قاموس په سريزه کې راغلي:
«په دغه يو ژبيز تشريحي قاموس کې تر ډېره د وخت غوښتنې او اړتياوې په پام کې نيول شوي. هڅه شوې چې د بې ځايه، تکراري، لهجوي او سمتي وييونو مخه په کې ونيول شي او د پښتو ـ پښتو تشريحي قاموس په څېر د يو ويي څو واريانټه په کې رانشي، بلکې هغه بڼه يې خوندي کړي چې کابو عامه او منل شوې وي.»
دا چې کوم لغت په يو قاموس کې راوړل شي او کوم ورڅخه حذف شي، د دې لپاره علمي ميتودونه شته چې د عملي کولو لپاره يې زښت زيات کار او په لوړه اندازه مخکې راغونډې شوې ډېټا ته اړتيا وي.
د مثال په توګه دا چې د يو لغت له شته څو واريانتونو څخه صرف يو واريانت انتخاب کيږي او نور حذف کيږي، نو بايد چې قوي دلايل ورته موجود وي. صرف د يو يا څو کسانو د احساس او اټکل پر اساس او بېله د مخکې ياد او ستونزمن ميتود څخه دا کار تر ګټې زيات زيان هم اړولای شي. دا ځکه چې ارزښتمن لغتونه له پانګې څخه پاته کيدلای شي.
د يادې موضوع د ارزونې لپاره بايد چې د دغه قاموس مخکنۍ او اوسنۍ بڼه سره مقايسه شي او د مثالونو پر اساس د لغتونو د حذف اقدام وارزول شي.
خو دا چې ډېرو درنو او پوه او باتجربه استادانو پر دغه قاموس ډېر زحمت کښلی او ورباندې کار يې کړی، نو ډاډه يم چې زحمت به يې د مخکنۍ بڼې د لا بهتره کېدو سبب شوی وي. دا چې دغو درنو او قدرمنو استادانو او د قاموس نورو همکارانو په خپل هيواد کې د ټولو مشکلاتو او ستونزو باوجوده دا ډول يو مهم او بنيادي کار ته وخت ورکړی او زحمت يې پر کښلی دی، موږ ټول يې احسامند يو. الله دې ورته نورې برياوې هم په برخه کړي. آمين


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د دسامبر دريمه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page